پېښور ۔04 اګست (اے پی ??ی) د پېښور پوهنتون پښتو اكېډمۍ تر سېوري لاندې درې ورځنې نړيوال كنفرنس باړه ګلي كېمپس كښې (سبا) د ګل په ورځ كېږي۔ د كنفرنس سرخط ” د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره كښې رامخې ته كېدونكې ستونزې ̶1; د??۔ د کنفرنس چیف کوآرډینېټر او د پښتو اكېډمۍ ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر نصر الله جان ترمخه د پښتو ژبې خپرېدل او په دې لاره كښی د رامخې ته كېدونكو ستونزوپه اړه په اولني ځل پښتو اكېډمي يو نړيوال كنفرنس راجوړ كړې كوم كښې چې د خېبر پختونخوا، بلوچستان او افغانستان څخه د پښتو ژبې د تعليم 150 پوهان ?? شاعران او اديبان ګډون كوي۔ درې ورځني كنفرنس كښې د بېلو اكېډمك سې??ن سره سره د مشاعرې اهتمام هم شوې۔ د پرانستې سېشن كښې به وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر عابد او د فېكلټي آف اسلامك اېنډ اورينټل سټډيز پروفېسر ډاكټر معراج الاسلام ضياﺀ ګډون كوي۔