اېډنبرا ۔ 28 اګست (اے پی پی) د اولس مشر ممنون حسېن خوښې په احترام كښې د رائل کالج آف فزیشنز پاکستانو ډاکټرانو له د ټولو پېشه ورو امتحانونو پاكستان كښې د كولو پرېكړه ??ړې ده۔ د دواړو هېوادونو حكومت??نه به په دې لړ كښې ډېر زر تفصيلات وضعه كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د رائل كالج دې پرې??ړې سره به زلمو پاكستانو ډاكټرانو ته د تحقيق غوره اسانۍ په لاس راشي۔ دې سره سره به د پاكستانو ډاكټرانو د تجربې او د درملنې ځانګړې تګلار هم د رائل كالج څېړنې او طبي ادب لپاره ګټور ثابت شي۔ اولس مشر په زړه پورې پرېكړه كولو رائل کالج آف فزیشنز او ذمه وارو كسانو له مباركي وركړه۔ دې څخه وړاندې د رائل کالج آف فزیشنز اېډنبرا صدر پروفېسر ډاکټر ډ??رک بیل اولس مشر ته د رائل کالج آف فیزیشنز اعزازی فېلوشپ وركړو۔ دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل دا د پاكستان زده كوؤنكو له غېر معمولي اساني ده۔ د رائل كالج دې پرې??ړې سره به پاكستان كښې د طب څانګه ډېر پرمختګ وكړي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو 5 كلونو په مهال هېواد كښې د پرمختګ ډېر كار??نه شوي ۔ نوې حكومت بايد دغه كار??نه روان وساتي او دا په وخت بشپړ كړي۔