اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) جوډيشل مجسټرېټ پوليس اهلكار سره بدسلوكي كوؤنكې تورنې شهلا ش??يل سيټھي ته 14 ورځني جوډيشل ريمانډ وركړې دې۔ وروستو دا د ډاكټر په مشوره د زړه رنځ په سبب روغتون كښې بستر كړې شوه۔ د تورنې و??يل عدالت ته خواست وكړو چې په اېف آئي آر كښې درج شقونه د ضمانت وړ دي۔ زما موكله د زړه رنځ كښې اخته ده او د فشار په سبب ددې دماغي حالت هم متاثره كېدې شي۔ جوډیشل مجسټرېټ عدنان رشيد د و??يل صفائي استدعا رد كولو سره د ډاكټر سيټھي د ميډيكل ټېسټونو حكم و??كړو او وې وئيل كه دا روغه وي نو جېل ته دې ولېږلې شي ګني بل صورت كښې دې دا روغتون كښې بستر كړې شي۔ تېره ورځ په امريكا كښې مېشته ډاكټر شهلا ش??يل سيټھي كومه چې اوس ??وس پاكستان ته راغلې وه پوليسو ايساره كړه او دا ئې بغېر لمبر پلېټ ګاډي سره ډمپلومېټك انکلیو ته تلو نه منع كړه۔ په دې مهال دې پوليس ته دړكې وركړې او دوئي سره د بدكلامۍ په سوب ددې په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د مېرمنې اهلكار غېر موجودګۍ په سوب دغه وخت دا مېرمن پرېښودلې شوې وه۔ داخله وزير شهريار آفريدي د پېښې نوټس اخستو سره ددې مېرمنې په ضد د قانوني كارروائۍ هدايت كړې وو۔ (وا/2207)