اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي چې حكومت د اقليتونو د حقونو تحفظ سره سره دوي ته ??پل صلاحيتونه د هېواد پرمختګ لپاره د كارولو برابرې موقعې وركوي۔د كرسمس پھ موقع پھ خپل پیغام كښې ده ووئيل چې د ټولو عقيدو د خلكو ترمينځه همغږي پېدا كولو لپاره پالېسۍ جوړې كړی شويدي۔ده ووئيل چې د تېر وخت پشان سږ كال هم ښه ډول كرسمس لمانځلې شي۔په دې خاص ورځ د خپل ځان او ټول هېواد لخوا پھ پاكستان كښې اوسېدونكو مسيحي وروڼو ته په خاص توګه او په نړۍ كښې اوسېدونكو ټولو عيسايانو ته ?? كرسمس مباركي وائيم۔ده ووئيل چې يسوع مسيح د لوے څښتن په لويو پیغمبرانو كښې يو و٬ده انسانيت سره د محبت٬امن٬زغم او قربانۍ پیغام وركړې۔ده ووئيل ??ې قائداعظم محمد علي جناح د پاكستان جوړیدو پھ وړومبۍ ورځ د مساواتو آزادۍ او د سلامتيا د پالېسۍ اعلان كړی و۔په پاكستان كښې اوسېدونكي اقليتونه آزادي لري۔د پاكستان آئين د دوي د حقونو تحفظ وركوي۔ده ووئيل چې د خوشحالۍ په دې ورځ خپلو عيسايانو وروڼو ته ?? زړه نه مباركي وركوم او باور لرم چې دوي به په پاكستان كښې امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ ودې لپاره خپل كردار جاري وساتي