پېښور ۔26جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي په قومي اسمبلۍ كښې به د پخوانۍ فاټا په اړه خاص كمېټي جوړوم۔ عمران خان ددغې سيمې معاملو ته خپله پام ګرځولې۔ په نوې ضم شويو ضلعو كښ د پرمختګ٬ سوكالۍ او د اولس د خېر ښېګړې نمر ختونكې دې۔ ځوانانو لپاره روزګار ٬ د روغتونونو٬ سكولونو كالجونو او پوهنتونونو جوړول زمونږ نصب العې?? او ترجيحاتو كښې شامل دے۔ ده و??ئيل مونږ ته معلومه ده چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پخوانۍ فاټا اولس كومې قربانۍ وركړې دي او كومو ستونزو سره مخ شوي دي هغه د پاكستان كوم هم وګړې هېرولې نه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پیښور كښې د انصاف سټوډنټ فېډرېشن یونیورسټی کېمپس پېښور لخوا د ګرېنډ انصاف سټوډنټس فېډرېشن کېمپس کنونشن اېنډ کلچر نائټ په موقع ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده و??ئيل افغانستان كښې امن پاكستان كښې د سوكالۍ او امن ضامن دے۔ مونږ افغانستان كښې ام?? او افغانستان سره تجارتي اړيكې غواړو۔ د اقتصادی راهدارۍ بشپړ كېدو سره به د پاكستان معاشي حالاتو كښې انقلابي بدلون رامخې ته شي۔ ده و??ئيل د ترهګرۍ په نتيجه كښې دې هېواد ٬ صوبې او پخوانۍ فاټا لوئې زيان پورته كړې كه لوئے څښتن ته منظور وي ازاله به ئې كولې شي۔ ده و??ئيل د سي پېك منصو??ې ترسېوري لاندې رشكۍ اكنامك زون كښې به 20 لكه ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ ده و??ئيل د سي پېك مېوؤ څخه به نوې ضم شوې ضلعې او اولس مستفيد كړو۔ ده و??ئيل د پخوانۍ فاټا مسئلې حل كول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده و??ئيل د نوې ضم شويو ضلعو پرمختګ له به 100 اربه روپۍ منظور كړې شي چې ورسره به د مايوسۍ تيرې ختمې او د خوشحالۍ نوې سحر پېل شي۔ ده و??ئيل د پاكستان زلمو له به سوچ كول وي چې هغوي كاميابۍ لپاره د شارټ كټ لا??ه خپله نه كړي۔ محنت ٬ شوق ٬ جذبې او قربانۍ سره كاميابي ترلاسه كېږي۔ منزل موندلو له خودي زياتول وي۔ ده و??ئيل د انسان ترقۍ كښې د ده د سوچ نه غېر بل هېڅ څخه ركاوټ نشته۔ مونږ له به خپل سوچ بدلول وي۔