اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي اولس ته آرزانه برېښنا وركولو لپاره اقدامات كوٶ٬ ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به په پاكستان كښ?? د توان هول سېل ماركيټ جوړ شي ٬ تركمانستان څخه د برېښنا درآمد لپاره وركنګ ډله جوړه شوې٬ ٬ ايران څخه ګوادر او سمندر غاړې سيمو لپاره د برېښنا درآمد لپاره خبرې روانې دي٬ د برېښنا د وېش په نظام كښ?? سرمايه كاري زياتولو ته اړتيا ده٬ د نېټ ميټرنګ په اړه كنفرنس به ډېر زر وشي٬ د قامي برېښنا پاليسۍ او د تجديد ور توان پاليسۍ اعلان به هم ډېر زر وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سنټرل پاور پرچیزنګ اېجنسی ګارنټي لمېټډ د سي پي پي اے ډېټا اېکسچېنج پورټل پرانستې دستورې ته د خپلې وېنا نه پس ميډيا سره په خبرو كښ?? وكړه۔ عمر ایوب خان ووئيل د توان هول سېل ماركيټ جوړولو لپاره رولز كښ?? بدلون كولو سره سره به خنډان لرې كوو٬ دې څخه به مصرف ته كوٶنكو ته ګټه ورسي او د برېښنا په پېداوار ٬ ويش او ترسيل كښ?? به هم ښه والې راشي او د توان بېعه به هم ټيټه شي۔ ده ووئيل ارزانې برېښنا څخه به صنعتونه بحال شي٬ برآمدات به زيات شي ٬ د كرنټ اكاٶنټ او مالياتي زيان كومه چې لويه مسئله ده ھغې كښ?? كمي لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ۔ ده ووئيل وزيراعظم امر كړې د برېښنا غلا او كنډا كلتور خاتمه دې وكړې شي او دې اقدامات سره په تېرو دريو څلورو مياشتو كښ?? زمونږ ريونيو كښ?? 40 اربه روپۍ زياتوالې شوې ٬٬ ده ووئېل تېر حكومت د تجديد وړ توان پاليسۍ لاره نيولې وه او اوس 44 كمپنۍ دې څانګې ته راروانې دي كومې چې به د دوو اربه ډالرو سرمايه كاري وي او د 600 نه تر 700 مېګاٶاټ برېښنا به هم نظام كښ?? شامله شي۔ ده ووئيل د تېر حكومت د غلطو پرېكړو له امله يوازې په آخَري كال كښ?? 450 اربه ګرځينده قرض زيات شوې۔ ده ووئيل مونږ د برېښنا طلب او د رسنې بهترۍ سره سره په اوړي كښ?? د برېښنا رسنې لپاره هم هڅې كوو۔ د دې نه پس وفاقي وزير تربيه بشپړٶنكو 25 انجينئرانو له تعريفي سندونه هم وركړل