د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د نجي ټي وي پروګرام كښې خبرې
ا??لا?? آباد ۔ 16 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د برېګېډئير (ر) اسد مير د ځان مړ كولو پېښې په اړه به ا??لا?? آباد پوليس په درې ورځې كښې دننه خپل ابتدائي راپور وړاندې كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره ??برو كښې وكړه۔ ده ووئيل برېګېډئیر(ر) يو مهربانه او نفيس انسان وو۔ ده ووئيل داخله وزارت سېكتر ماته وئيلي دي چې ا??لا?? آباد پوليس ددې مع??ملې پلټنې كوي او د برېګېډئیر(ر) اسد منیر دكورنۍ په اصرار د ده پوسټ مارټم نه دې شوې كومه چې ما لپاره ډېره ?? حېرانتيا خبره وه۔ ده ووئيل ا??لا?? آباد پوليس د پوسټ مارټم نه كولو په اړه دده د كورنۍ خبره ??ايد منلې نه وې۔ ده ووئيل پوسټ مارټم ډېر ضروري دې دغسې چې اصل حقيقت رامخې ته شي او تر كومې چې دده د ليكلي شوي آخري ليك تعلق دې نو ددې تصديق لا پاتې دې چې دا معلومه شي چې دا ده ليكلې دې يا نه ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برېګېډئیر(ر) اسد منیر د ځان مړ كولو په اړه د ا??لا?? آباد پوليس ابتدائي پلټنيو راپور څخه وروستو به پرېكړه كولې شي ۔ كه داخله وزارت ضروري ګڼي نو بيا به د دې كېس پلټنيو له ډله كښی د اضافې كولو يا د كومې جے آئي ټي جوړولو پرېكړه كوو۔ ده ووئيل ا??لا?? آباد پوليس به په درې ورځې كښې دننه خپل ابتدائي راپور وړاندې كړي۔