اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د جهلم سوهاوه تحصيل كښې د اتوار په ورځ د القادر پوهنتون د بنياد تيګه اېږدي۔ د پاكستان ټيلي و??ژن ترمخه د القادر پوهنتون تصور د وزيراعظم د هغه و??ژن عكاسي كوي د كوم ترمخه چې ګرد هېواد كښی ځوانانو له د برابرۍ په بنياد د زده كړې موقعې رامخې ته كول دي۔ د پوهنتون لپاره د سوهاوه ټاكنه ځكه شوې ده چې د پنډۍ او ګجرات ترمينځھ كوم پوهنتون نشته۔ د پوهنتون جوړېدو سره به ځوانانو ته د علم ترلاسه كولو غوره موقعې ترلاسه شي۔ القادر پوهنتون به د سائنس ا?? ټېكنالوجي او عصري مذهبي علومو سره سره د تصوف تعليم هم وركوي دغسې چې ځوان كول په اسلامي علومو تحقيق كولو او د سباؤن چېلنجونو مقابلې له تيار ك??ې شي۔ په نجي څانګه كښې د جوړ ك??ې شويو نورو پوهنتونونو په ډول به القادر پوهنتون هم د قومي مقاصدو او تعليمي بنياد په وده كښې مهم كردار ترسره كړي