اسلام آباد 16مئی (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي و??ير ډاكټر نورالحق قادري وئېلي دي پخوا د هېواد مالياتي نظم او د معيشت سره داسې سلوك شوے كوم چې څو?? د دښمن سره كوي٬ وزيراعظم عمران خان د وګړو په ژوند كښې بدلون راوستل غواړي٬په نړيواله توګه د پاكستان په ضد يو ماحول جوړ شوې٬دښمن پاكستان قوي ليدل نه غواړي۔ده د زيارت په ورځ د سناتور طلحه محمود فاؤنډېشن د اړخه د مېډيا كارمندانو لپاره د روژې مناسبت سره د راشن وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل طلحه محمود عمر له د خېر په كار كښې برخه اخلي٬شته مند خو ډېر دي خو څو?? چې زړه او سخاوت لري هغوي دا كار كولې شي۔د سخاوت لرل هم د لوے څښتن لويې نعمت دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د كراچۍ نه تر خېبر ډېر خلك شت?? څوك چې د خېرښېګړې سوچ لري۔ ده ووئېل پاكستان پ?? اسلامي هېوادونو كښې د ښېګړې او حيراتي كارونو په لړ كښې د ټولو نه وړاندې روان دے۔ده باور وركړو چې د مېډيا كارمندانو مسائل او ستاسو غږ به متعلقه ځايې ته رسوو۔وزيراعظم او كابينه دا احساس لري چې د مېډيا په مالكانو كوم كټ لګولې شوې د هغې ټول زور په مېډيا وركرز ??اغلې۔ده ووئيل د حكومت ښه اقدامات اوس داسې ښكاري لكه د تريخ ګوټ خو د دې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي