اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د چین نائب اولس مش?? وانګ کي شان به د مئي په 26مه نيټه پاكستان ته راځي څوك چې د 13م نېشنل پيپلز كانګرېس او د مركزي فارن آفيئرز كمې??ون غړے دے٬ مرکزي فارن افئېرز کمې??ون د چين د كميونسټ ګوند مهمه اداره ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ??وا??ي جمهوريه چين نائب اولس مش?? وانګ کي شان د پاکستان دورې څخه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سدا بهاره ستراتېژكې مرستې او شريك كار د عزم عكاسي كېږي٬ د ده دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د دوه اړخيزه رابطو يوه كړۍ ده چې پكښې د وزیرعظم عمران خان د نومبر كال 2018 د چين دوره او بيا په اپرېل كال 2019 كښې چين كښې په دوېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې د ګډون نه پس تندي راغلې ۔ وياند ووئيل د چين نائب اولس مش?? به د خپلې دورې په مهال اولس مش?? ډاكټر عارف علوي او وزیراعظم عمران خان سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د دورې په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم په دستاويزات او لوظنامو لاسليك كېږي۔ وياند ووئېل د چین نائب اولس مش?? دورې سره د دواړو هېوادنو ترمېنځه د سدابهاره او ازمائيلې دوستۍ اهميت رامخې ته كېږي٬ د نائب اولس مش?? د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكې لا وده اومومي