اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) پاک??تا?? او الم??ن د سوشل هېلت پروټېكشن فېز ټو له مخې د 2160.48 مېليونه روپو ماليت په لوظنامو لاسليك كړې دې٬ لوظنامې له مخې به جرمن ډويلپمنټ بانك (کے اېف ډبليو) ګلګت بلت??تا?? او خېبرپښتونخوا د 2.6 مېليونه يورو او د 9.4 مېليونه يورو ترتيب سره معاونتي ګرانټ وركوي او دا به په مجموعي توګه د 12 مېليونه يورو ماليت وي۔ په لوطنامه د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نور احمد او د كے اېف ډبليو كنټري ډائرېكټر وولف ګېنګ موئلر لاسليك وكړو۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير محمد حماد اظهر موجود ٶ۔ وفاقي وزير محمد حماد اظهرخپلو خبرو كښې د المان حكومت مننه كولو سره ووئيل ګرانټس سره به ګلګت بلت??تا?? او خېبر پښتونخوا كښې د صحت عامه مسئلو مخنيوي كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پاک??تا?? واكمن په دې ډول منصوبو كښې د الم??ن د حكومت خوښۍ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې سږ كال به برلن كښې د دواړو حكومتونو ترمېنځه په مذاكراتو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې لا مرسته ترلاسه شي