اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان وئيلي دي د اولس آسان او ارازن انصاف ته ??سن?? باوري كولو ته حكومت پام ??رنه كوي٬ سمدستي او آسان انصاف د اولس مسئلې لرې كولو او د دوي په ژوند كښې د واضح بدلون ضامن دے۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د قانون وفاقي وزير ډاکټر فروغ نسيم سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې م??قع پارلماني سېكتره بېرسټر مليكه بخاري٬ د قانون سېكتر ارشد فاروق فهيم او د وزارت نور چاوراكي هم موجود وو۔ د قانون وزيرِ وزيرِاعظم د اولس په ګټه د جوړو كړو نوو قوانين او د دغې نفاذ كښې تر اوسه د شوي پېشرفت نه خبر كړو٬ په نوې قوانين كښې کوډ آف سول پروسيجر (بدلون) بل2019، ليګل اېډ اېنډ جسټس اتھارټي بل 2019، انفورسمنټ آف وېمن پراپرټي رائټس بل 2019، لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سکسېشن سرټيفيکيټ بل 2019، وسل بلوئر پروټيکشن اېنډ وېجيلينس کميشن بل 2019 ، سروس ټربيونل (بدلون) بل2019، ميوچل ليګل اسسټنس بل 2019، مسلم فېملي لاز (بدلون) اېکټ 2019 سېکشن 4 او سېکشن 7 او قانوني نظام ??پاره اېكشن پلان فار وېمن اېنډ ګرلز شامل دي۔ د قانون وزير ووئيل اولس ته د دوي د حقونو او نورو معاملو په اړه اړوند قوانين او د ذيلي قوانينو پحقله خبرتيا وركولو لپاره پاكستان كوډ آن لائن كړې شوې او په دې لړ كښې د پاکستان کوډ په نامه يو اېپليكېسن هم جوړ كړې شوې كوم چې به ډېر زر اولس ته د دوي په موبائل فونز ترلاسه شي٬ ده ووئېل د دې اېپليکېشن له مخې د كال 1840 نه تر مارچ ??ال 2019 د قوانين ټول تفصيلات به ترلاسه كېدې شي٬ په پاکستان کوډ كښې تر اوسه د 23 بېلا بېلو څانګو پحقله 844 قوانين درج دي۔ د قانون وزيرِ وزيرِاعظم په نورو بېلا بېلو قوانين كښې د پېشرفت څخه خبر كړو۔ په دې م??قع وزيراعظم عمران خان د اولس مفاد له د قانون سازۍ په لړ كښې د وفاقي وزير دهلو ځلو ستائنه وكړه۔