د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د خبريالانو تنظیمونو د مقبوضه کشمیر اولس سره د يووالي څرګندونې لاريون ته خطاب

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د خبريالانو د بې ګناه کشمیریانو سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريون سره به د نړيوالې ورورولۍ ضمیر بيداريدو له مرسته تر لاسه شي، مودی له خبردارې وركوو چې هغه د درغو يوه بيانيه به هم كاميابه نشي ، مقبوضه وادی كښې د کشمیريانو مسلمانانو څخه تر مذهبی آزادي هم اخستې شوې، مودی دې واوري د هغه په مقبوضه وادی كښې ډنډورې به په تاریخ كښې د هغه تعارف وي، متعصب هندي قیادت مقبوضه کشمیر كښې نسل کشی كوي٬ د پاکستان بچې بچې د بې ګناه کشمیریانو سره ولاړ دے، پاکستان او کشمیر د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي،وزیراعظم عمران خان د کشمیریانو ترجمان دے او په نړيواله كچه د کشمیر مقدمه مخ په وړاندې بيائې،د کشمیریانو د آزادۍ هلې ځلې مونږ د خپلې بقاء او انسانیت سره تړلې بیانیه ګڼو،میډیا په کشمیریانو د هند مظالم، د بشري حقونو خلاف ورزیو او د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې مهم کردار ترسره كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې د خبريالانو تنظیمونو د مقبوضه کشمیر اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريون ته خپل خطاب کښې وكړه۔ دې ووئيل د مظلومو کشمیریانو سره د يووالي په څرګندونه د لاريون ګډون كوونكو ته هركلې وايو۔ دې ووئيل د پاکستان بچې بچې د بې ګناه کشمیریانو سره ولاړ دے، پاکستان او کشمیر د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي۔ دې ووئيل مقبوضه وادی كښې د كشميريانو څخه مذهبی آزادی هم اخستې شوي، هند د ریاستی ترهه ګرۍ او د هندو انتهاء خوښې سوچ لرونكے رياست دے، د خبريالانو دا لاريون د نړۍ لپاره پیغام دے چې د پاکستان د هر طبقه فکر رنګ، نسل او فرقې نه ځانله د کشمیریانو سره ولاړ دے، خاص مرستيالې ووئېل مونږ د كشميريانو سره د وينې خپلولي لرو، د کشمیریانو خفګان ، دړد، تكليفونه هم محسوسوو۔ دې ووئيل کشمیریان د جمعې لمونځ ادا كولو ته هم نه دې پرېښودلې شوي ، هغوي په كورونو كښې بند كړې شوي، پوځي محاصرې له امله هغوي د خپلو بنيادي حقونو څخه محرومه دي۔ دې ووئيل جینو سائیډ واچ د مقبوضه کشمیر په اړه د نسل کشی الرټ جاری کړې ، په دغې راپور كښې وئيلي شوي چې متعصب هندي قيادت په مقبوضه کشمیر كښې نسل کشی كوي او دغسې په هند كښې هم مسلمانان په نخښه كړې كېږي۔ دې ووئيل مودي خپلې دې ناوړه منصوبې ته عملی شكل وركولو له 9 لکھ څخه زيات عسكر مقبوضه کشمیر كښې په ځاې کړې ۔ خاص مرستيالې ډاګتر فردوس عاشق اعوان ووئېل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه کشمیر كښې د ظلمونو نوټس واخلي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان د کشمیریانو ترجمان دے او په نړيواله كچه د کشمیر مقدمه مخ په وړاندې بياِئې، وزیراعظم عمران خان د کشمیر کور ګروپ د پیشرفت تسلسل سره جاج اخلي۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر علی امین ګنډاپور، حریت لارښود یاسین ملك كوروداني مشعال ملك او د صحافتی تنظيمونو مشرانو هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں