اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات ??و خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د ټیكس د لارې راجمع شوي روپۍ د ميرمنو په خپلواكه كولو، بې وسه له د قْرض وركولو، د روزګار موقعو راپیدا كولو او په لنګر خانو جوړولو خرڅ كړې كېږي، حكومت د ځوانانو سماجی تحفظ ت?? پام لرنه كوي۔ نجی ټیلی ویژن سره په خپلو خبرو كښې دې و??ئيل په يو كال كښې د شوو اصلاحاتو د لارې وزیراعظم عمران خان د ټیكس وصولی ته په وړومبي ځل د تحریك شكل وركړې ۔ دهې و??ئيل د ټیكس د لارې راجمع شوي روپۍ د ميرمنو په خپلواكه كولو، بې وسه له د قْرض وركولو، د روزګار موقعو راپیدا كولو او په لنګر خانو جوړولو خرڅ كړې كېږي۔ دې و??ئيل په دغې پيسو به نورې پروژې پيل كولې شي او د مدينې رياست پلو پیش قدمی پيل شوې ده ۔ خاص مرستيالې و??ئيل په هېواد كښې د قانون حكمرانی ده۔ دې و??ئيل دا مهال ادارې خپلواكه دي ٬ وزیر اعظم عمران خان پاكستان د مدينې ریاست جوړولو ع??م لري۔ دې و??ئيل د روزګا موقعې راپیدا كول د غريبۍ ختمولو آزمائلې شوي تګلاره ده، لنګر خانې په خپل ځائې خو خود انحصاری زياته مهمه ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ د دې څيز هم احساس لرو چې پاكستان كښې د صنعت پل روان وي نو نغري به هم بل وي۔ دې و??ئيل دا ټول هغه اقدامات ??ي چې ورسره به هېواد كښې د روزګار موقعې راپيدا شي او بې روزګاره ځوانان د كاروبار د لارې به په خپلو پښو اودرولې شي۔