د نارکوټکس کنټرول ډویژن پرمختيائي كارونو له د 2 كروړه 70 لکھ روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د ناركوټکس کنټرول ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تردې دمه د 2 کروړه 70 لکھ روپو فنډز جاری كړې دي۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال په مجموعي توګه د 13 کروړه 53 لکھ روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن جاري كړې شمېرو لمخې حكومت پسني كښې اے اېن اېف پوليس سټېشن جوړولو له 91 لکھ او سست كښې اے اېن اېف پولیس پوسته جوړولو له د 48 لکھ روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں