كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئيلي دي چې د پاكستان او هندوستان د تقسيم نه پس د نيمې وچې په خاوره نن د ټولو نه د مهمې لارې د پرانستې دستوره ده٬ وزيراعظم ع??را?? خان سكھـ ټولنې سره كړې خپل لوظ پوره كړو٬ نجوت سنګهـ سدهو نن د خاص مباركې حق دار دے۔ د خالي په ورځ په كرتارپور كښې د لارې پرانستې دستورې ته په خپله ??ېنا كښې ده د ټولو ياتريانو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير ووئي?? چې د هند د كركټ پخواني لوبغاړي او د وزيراعظم ع??را?? خان دوست نجوت سنګھـ ع??را?? خان ته د لارې پرانستلو وئيلي و او نن هغه ورځ راغلې چې سكھـ ياتري خپل مقدس ځائ ته رسنه لري۔ ده ووئي?? چې بابا ګرونانك د خپل ژوند وروستې ورځې دلته تېرې كړې وې او ټول عمر ئې محبت ويشلې۔ ده ووئي?? چې باباګرونانك به په بغداد كښې د قيام په مهال هر سهار د امام موسٰي كاظم او شېخ عبدالقادر جېلاني په مزاراتو حاضري كوله ??وم چې د مذهبي همغږې او يووالي پېغام دے۔