ملتان ۔02جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي هند كښې د مسلمانانو حقونه له مينځه وړلې شي۔ هند د طاقت په نشه مست دے او په مسلمانانو د متنازع شهريت قانون په بنياد د ظلمونو انتها كوي ۔ په هغوي د نوي قانون مسلط كولو هڅې كولې شي۔ د نيمې اوچې روحاني لارښود حضرت شاه رك?? الدين عالم عرس مبارك په دوهمه ورځ ګردې نړۍ څخه راغلې د زرګونو په شمېر زائرينو او عقيدت لرونكو ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د كشميريانو په ضد د محاصرې نن 150 ورځې شوي هغوي كورونو كښې بنديوان دي٬ كور كښې مړي پراته دي او بهر كرفيو ٬ جنازه هم هغوي په پټه كوي۔ د جمعې لمونځ اجازه نشته۔ ده ووئېل بلخوا په اې او سي هندي ځواكونه په تش لاسو وګړو ډزې كوي چې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه 210 كسان شهيدان شوي ۔ ده ووئيل نن مې ورځپاڼه كښې كتلي چې هند كښې 13 داسې رياستونه شته كومو چې وئيلي مونږ به په دې متنازع قانون د عملدرآمد اجازه نه وركوؤ۔ خارجه وزير ووئيل ځينې هېواد دښمنه قوتونه د پ??كس??ان په ضد سازشونو كښې مصروف دي او هغوي پ??كس??ان كمزورې كول غواړي۔ ده زياته كړه چې د دين بزرګانو دې منطقه كښې د اسلام شمع روښانه كړې او د خپلو تعليماتو د لارې ئې د خلقو زړونه مسخر كړي ۔ ده ووئيل حضرت شاہ رک?? الدین عالم د خپلو تعليماتو د لارې د امن ٬ مينې او صبر درس وركړې۔ د دين بزرګانو په تقوی باور لرلو۔ ده ووئيل د حضرت شاہ رک?? الدین عالم په شمول د دين د ټولو بزرګانو فېض نن هم جاري دے۔ په دې مهال د پ??كس??ان پرمختګ او سوكالۍ له دعاګانې وغوښتلې شوې۔ ده ووئيل د پ??كس??ان او اسلام په ضد سازشونه ب?? ضرور ناكامه كېږي۔ پ??كس??ان د اسلام قلعه او پكښې د لوئے څښتن رحمتونه شامل دي۔ د عرس دستورې ته نوموړي عالم دين صاحبزادہ سعید احمد فاروقی او د مسلم انسټیټیوټ اسلام آباد چیئرمېن صاحبزادہ سلطان احمد علی هم خطاب وكړو