ملګري ملتونه 30 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام (يو اېن ډي پي) په نړيواله ورورولۍ زور رواړې چې د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د بې وسه هېوادونو بشپړ?? مرسته وكړي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د يو اېن ډي پي اېډمسنټرېټر اچيم سټينر خپل يو بيان كښې وئيلي دي په وبائي رنځونو كښې يوازې د صحت مسئلې رامخې ته نه وي بلكې دا به په نړۍ خپل ژور آثرات مرتب كړي او دې لپاره د نړيوالې ورورولۍ د مرستې نه غېر د بې وسه هېوادونو په دې وباء قابو موندل ګران دي۔ د يو اېن ډي پي لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وائرس له امله پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د 220 اربه ډالرو ن?? زيات آمدن په افريقه كښې او د نيمو ن?? زيات ملازمتونو ته د زيان رسې??و امكان دے او 55 فيصده نړيواله آبادي سماجي تحفظ ته هېڅ رسنه نه لري او دې سره به د تعليم، بشري حقونو، خوراك او د خوراك د تحفظ څانګې اوځپلې شي۔د يو اېن ډي پي له مخې اندېښنه ده چې په روغتونونو (Under-resourced) د كمو آ??ان??و او د صحت خراب نظام غالب كېدې شي او زيات كم پرمختللو هېوادونو(least developed countries) كښې 75 فيصده ك??ان?? د صابن او د اوبو د نشتوالي له مخې د ځپلې ك??ان?? كېسون?? زياتېدې شي او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په ځينو ښارونو كښې د خرابې منصوبه بندۍ او د زياتې آبادۍ او خزلې د ضائع كېدو د سهولت نشتوالې، د صحت آ??ان??و ته په رسنه كښې د رامخې ته شوې ګڼې پشمول سماجي حالات هم صورتحال خرابولې شي۔ يو اېن ډي پي د صحت نړيوالې ادارې سره په ګډه د نزدې مرستې سر?? زيات كمزورو هېوادونو پلو پام ګرځولو سره د كرونا وائرس مخنيوي او د صحت لپار?? مرسته كوي او دا اداره په بوسنيا ، چين، ديجيبوتي، ايل سلواډور، ايران، کرغزستان، مدغاسکر، نائجيريا، پانامه،سربيا، يوکراين، ويتنام او نورو هېوادونو كښې د صحت نظام ل?? مرسته كوي۔