اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي اپوزیشن دې راپور له سیاسی رنګ وركولو په ځائې د عمران خان جذبه اوستائي كومې څخه چې د خپل ځان څخه د احتساب روښانه مثال رامخې ته شوې ، په حكومت تنقيد كولو په ځائې به اپوزیشن له خپل حساب وركول وي۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل اولس هغه وخت نه دې هير كړې كله چې زوي پلار له او تره وراره له او اول?? مشر انور مجید له سبسډی وركوله ، مسابقتی كمیشن په شان اداره د هغوي د لاسه يرغمال شوې وه ، هلته به هغه څوك تعینا?? وؤ چا به چې د دغې مافیا د ګټې تحفظ كولو۔ دې ووئېل 6 كورنيو به د 50 فیصده څخه زيات چینو باندې كنټرول لرلو۔ دې ووئيل تير وخت كښ?? به د اولس په ځائې مخصوص طبقې ??ټه پورته كوله ،په نوې پاكستان كښ?? به د دې چا ته هم اجازه نه وي، وزیراعظم عمران خان د خپل عمل څخه ثابته كړې چې څوك هم د قانون څخه بالاتر نشته۔ دې ووئېل د عمران خان یا د هغه په كورنۍ كښ?? د چا هم شوګر مل نشته