اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پېنډۍ كښ?? د هلال احمر پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي كرونا هسپتال دوره كړې ده ۔ په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ٬ خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د قامي اسمبلۍ غړې عامر محمود کياني هم وزيراعظم سره ملګري وو۔ د هلال احمر پاکستان چيئرمېن ابرار الحق وزيراعظم ته د کرونا وباﺀ څخه د رامخې ته شوي صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل په دې هسپتال كښ?? د سلو رنځورانو د درملنې ګنجائش موجود دے او هسپتال كښ?? د لسو بسترو پشمول په آئي سي يو كښ?? اته (8) وينټي ليټر هم موجود دي۔ وزيرِاعظم ته په هسپتال كښ?? د شته نورو آسانيو پشمول د آپرېشن تھېټر، اېکسرے، الټراء ساوَنډ، ليبارټري او د فارميسي په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ دې څخه وروستو وزيرِاعظم په هسپتال كښ?? د كرونا وائرس رنځورانو لپاره د جوړ كړي وا??ډ هم دوره وكړه او د سهولتونو جاج ئې وا??ست۔