اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر ظفر مرزا او د ايران ?? صحت وزير ډاکټر نامکي د ګل په ورځ د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګ??ون كړے۔ د صحت وزارت وياند له مخې ډاکټر ظفر مرزا د کرونا وائرس من نيوي لپاره د پاكساتان ??کومت لخوا د شوو اقداماتو او انتطاماتو نه د ايران ?? صحت وزير خبر كړو او ھغه هم د ايران ??كومت لخوا په شوو اقداماتو رڼا واچوله۔ د غونډې مقصد د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره د يو بل د تجربو څخه استفاده كول وو۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا ووئيل ايران ?? کرونا وائرس مخنيوي لپاره كوټلې ګامونه پورته كړي۔ د ايران ?? صحت وزير ووئيل پاكستان ??مونږ ورور او ګاٶنډي هېواد دے، ايران په سماجي فاصلې لپاره قامي پاليسي جوړه كړې كومه چې به پاکستان ??ره شيئر وو٬ پاکستان ?? کرونا وباء مخنيوي لپاره بشپړ او كوټلي اقدامات كړي۔ ډاکټر طفر مرزا ووئيل پاكستان نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر جوړ كړے كوم چې هره ورځ د صورتحال نګراني كوي٬ چې پكښې اړوند وزارتونه سټيك هولډرز او عسکري ادارې په ګډه مهمې پرېكړې كوي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم د ټول صورتحال پخپله نګراني كوي، پاکستان كښې وړومبنې كېس د فرورۍ په 26مه نيټه راپور شوے او د مارچ پ?? ديارلسمه نيټه د نېسنل سكيورټي كونسل غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې۔ ده ووئيل د غونډې مشرۍ كښې د پاكستان وزيراعظم د لاك ډاٶن پشمول د پوهنتونونو كالجونو او سكولونو بندلولو سره سره په لويو اجتماعات بندېز لګولې ۔ده ووئېل د ??رونا وائرس مخ نيوي لپاره د ټېسټ استعداد زياتولو لپاره په قامي پاليسۍ عمل كوٶ٬ هره ورځ د شل زره ټېسټونو هدف مقرر كړے شوے او تر اوسه دوه لكه 13 ټېسټونه شوې دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې اتيا فيصده كېسونه د لوكل ټرانسمشن له امله خپرېږي