اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د كووېډ۔19 لاک ډاؤن دلاسه هند كښې ايسار شوي 176 نور پاكستاني وګړي د اټاري واهګه بارډر دلارې نن د شورؤ په و??ځ هېواد ته رارسي۔ د نهې په و??ځ خارجه دفتر څخه د جاري شوي بيان له مخې دا پاكستاني وګړي د كورنا وائرس لا امله د چھتیس ګړھ، ګجرات، مدھیه ??رد??ش، مهاراشټر، پنجاب، راجستھان، اتر??رد??ش، اتراکھنډ او نوي ډيلي په شمول د هند نورو ښارونو كښې ايسار كړې شوې وو۔ دا ايسار كړې شوي پاكستاني وګړي حفاظت سره پاكستان ته رارسولو له د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښ?? نوي ډلي كښې د پاكستان هائي كمېشن هندي چارواكو سره تماس نيولې شوې وو۔ دغسې خارجه دفتر پاكستان كښ?? نورو قومي ا??ارو سره د تړون ساتلو فرض ترسره كولو۔ نوې ډيلي كښې پاكستاني هائي كمېشن د لاك ډاؤن په مهال 20 نه زياتو هندي ښارونو څخه اټاري ته د منتقل كېدو په لړ كښې دې پاكستانيانو ته آسانۍ وركړې۔ د مارچ 20 مې نېټې څخه تر دې دمه د اټاري واهګه بارډر دلارې هند څخه 400 نه زيات پاكستانيان هېواد ته رارسېدلې دي۔ د بيان له مخې د پاتې ټول ايسار كړې شوي پاكستانيانو هېواد ته رارسولو له به د خارجه و??ارت هڅې روانې وي۔