اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كو??ني?? له زر تر زره د معاوضې وركولو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي سره د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفسر ايئر مارشل ارشد محمود ملك ليدلي او په دې موقع ئې صدر ته د كراچۍ ا??وتكې پېښې ??ه پس د ريلف په اقداماتو او د ځپليو د مرستې كولو سره پلټنو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ ده صدر ته ووئيل تر اوسه 44 مړي خپلو وارثانو ته سپارلې شوي۔ صدر په دې مو??ع ووئيل دا يوه لويه پېښه ده چې ټول قام پرې غمژن دے۔ صدر ووئيل د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو كو??ني?? سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل پېښه كښې د حق رسېدليو كو??ني?? سره به د غمرازۍ څرګندونې لپاره رابطه كوم۔ صدر په دې موقع د پي آئي اے لخ??ا د الوتكې د پېښې ??ه پس د ريليف د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔