اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) په سعودي كښې د پاكستان سفير، ??فارتي عمله ??و د پاكستان حج ډائرېكټرېټ به سږ كال په حج كښې د پاكستان نمائندګي كوي. د مذهبي چارو د وزارت وياند له مخې د سعودي د حج او عمرې وزارت سږ كال د حج ادائيګۍ په اړه د سعودي حكومت د پرېكړې څخه د مذهبي چارو وز??ر په رسمي توګه خب?? كړے. د سعودي د حج او عمرې وزير د مذهبي چارو وفاقي وز??ر پير نورالحق قادري سره په ټيليفون خب??ې كړې دي. وياند ووئيل چې د سعودي د پرېكړې له مخې سږ كال به يوازې د سعودي وګړي او اقامه لرونكي حج ادا كړے شي. د كورونا وائرس د وبا په وجه د سعودي حكومت د غېر ملكي حاجيانو د كوربتوب څخه بخښنه غوښتې. د مذهبي چارو وزارت د نوي صورتحال له مخې بيړنې غونډه رابللې چې پكښې به د حاجيانو د رقم ستنولو په طريقه غور كولې شي. وياند ووئيل چې په سعودي كښې د پاكستان سفير، ??فارتي عمله ??و د پاكستان حج ډائرېكټرېټ به سږ كال په حج كښې د پاكستان نمائندګي كوي.