اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شه??از ګل وئيلي دي چې د پېټرول د بېعو پرېكړه د نړيوالې منډئې له مخې كېږي، كله چې په نړۍ كښې بيعې ټيټې شوې نو وزيراعظم په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره بېعې كمې كړې او اوس په ټوله نړۍ كښې د اضافې اثرات رامخې ته كېږي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده وو??يل چې په پاكستان كښې اوس هم بېعې په منطقه كښې تر ټولو ټيټې دي. په هند كښې 180 ، په جاپان ك??ې 196، په بنګله دېش كښې 174 او په چين كښېا 138 روپې دي. ډاكټر شه??از ګل د اپوزيشن لارښود شه??از شريف د ټويټ په غبرګون كښې وو??يل چې تاسو د هغه منتخب مشر خبره كوئ كوم چې د اربونو روپو د لن??ن فلېټس، د بې نامې اكاٶنټونو او د آمدن نه د زياتو اثاثو ځواب نه لري. ده وو??يل چې عدالتونو سزا وركړه نو بيمار شو، حقيقي وطن لن?? ته فرار ، بيا په كورونا كښې هيرو جوړېدو لپاره راغلو، نېب چې راوبللو نو بيا بيمار شو، دې ته وائي حقيقي قيادت