اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر ??نرال قمر جاوید باجوه د لوئ آختر په موقع د لائن آف كنټرول (ایل او سی) دوره وكړه او آختر ئې په وړاندې مورچو تعینات ځوانانو او افسرانو سره ولمانځو۔ د آئی اېس پی آر له مخې سرلښكر په ایل او سی كھوئی رټه سیكټر دوره وكړه او هلته تعینات افسرانو او ځوانانو سره ئې د آختر ورځ تيره كړه۔ په دې موقع خپل خطاب كښې سرلښكر ??نرال قمر جاوید باجوه ووئيل زمونږ دښمن پاكستان او سيمه عدم استحكام ښكارول غواړي، د كوم هم جارحیت په ??ړه پورې ځواب وركولو صلاحیت لرو، مونږ د خپل دښمن د عزائم څخه خبر يو۔سرلښكر ??نرال قمر جاوید باجوه د پوځي ځ??انانو حوصلې او عزم وستائلو۔ سرلښكر په كنټرول لائن آپریشنل تیاریو او پرله پسې په موَثره څارنه د ځوانانو كردار وستائلو۔ سرلښكر ووئيل لوئې آختر د غیر مشروط قربانۍ څرګندونه ده۔ د پاك پوچ سرلښكر ??نرال قمر جاوید باجوه د هندی ظلمونو په ضد د كشمیریانو سره د يووالي څرګندونې د عزم پخلې كولو سره ووئيل كشمیریان د ټولو ستونزو باوجود استصواب رائے حق ولاړ دي، كشمیریان په مړانه د هندی ظلمونو او تشدد مقابله كوي۔ د پينډۍ كور كمانډر لیفټیننټ جنرال اظهر عباس هم په دې موقع سرلښكر ??ره ؤ۔ سرلښكر ?? این آئی سی?? این آئی ایچ ډی دوه هم وكړه