پېښور ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان ??ئي??ي دي چې یو وخت و چې د دولت مشرانو به د لندن په ځائې پاكستان كښې درملنې كولې۔ د 70 لسيزې او نېشنلائزېشن نه وروستو د تعليم او روغتيائي ادارو كېفيت ټيټېډل پېل كړل۔ حکومت به د وړتیا نظام نافذ كړي۔ مالدار او غريب سره باید مساوي چلند وشي، لېډي ریډینګ روغتون به ماډل جوړولے شي، د اېم ټي آئي نظام مقصد د كار كوؤنكو ډاډګيرنه كول او كار نه كوؤنكي پرېښودل دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ لېډی ریډنګ روغتون كښې د سرجیکل او الائیډ سروسز بلاک پرانستې په موقعه ډاكټرانو او طبي عملې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیر اعظم و??ئي?? چين د مېرټ په بنياد ټوله نړۍ وروستو پریښودلې ده۔ دغلته د مېرټ نظام دے او د پروفېشنلزم څرګندونه كوؤنكو ته ترقي وركولې شي۔ دلته نظام د سينئر او جونيئر دے او ټولو ته يو شان تنخا وركولې شي۔ ده و??ئي?? يو وخت د پاكستان ډګرۍ ګرده نړۍ كښې پېژندلې شوې او زمونږ د ډاكټرانو عزت وو۔ ولې اوس د ډګرو معيار هغسې نه دے پاتے شوے۔ ده و??ئي?? روغتونونو كښې اصلاحاتو له د اېم ټي آئي نظام ??عا??في كولو مقصد د كار كوؤنكو ډاډګيرنه كول دي۔ كومه ټولنه كښې چې مېرټ نه وي او ظلم او ناانصافي وي هغه پرمختګ كولے نه شي۔ ده ??ئي?? شوكت خانم روغتون يو ځانګړے مثال دے۔ هر كال د 12، 13 اربه خسارې روغتون كاميابۍ سره چلېدل يوه معجزه ده۔ دا ځكه ممكن شوې چې كله نيت صحيح وي نو د لوئے څښتن مرسته بنده سره شامل وي۔ وزیر اعظم هدايت وكړو چې لېډي ريډنګ روغتون دې د صوبې باقي روغتونونو لپاره يو ماډل جوړ كړے شي۔ دا يو غوره روغتون دے۔ په مستقل بنيادونو به ددې د صفائۍ خيال ساتل وي۔ ده و??ئي?? د ??حت كارډ جاري كېدو نه وروستو به د پرائيوېټ او سركاري روغتونونو ترمينځه مقابله وي ولې چې ??نځ??ر هغه ځائې ته ځي چرته چې غوره درملنې وكړي۔ ولې چې بې وزلو لپاره سركاري روغتون ته د تلو نه غېر بله لاره نه وه۔ ولې د صحت كارډ جاري كېدو نه وروسته هغه د كوم پرائيوېټ روغتون نه خپلې درملنې كولې شي۔ ده ??ئي?? د ??وغتون معيار په ليدلو ماته خوشحالي شوې ده۔ ده هدايت وكړو چې ددې په ځائې ساتلو له دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي