اسلام آباد۔4اک??وب?? (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د ذهني روغتیا نړیواله ورځ د اک??وب?? په لسمه نېټه لمانځلې شي۔ دا ور?? هرکال د روغتيا نړيوالې ادارې ??و ورلډ فېډرېشن آف مېنټل هېلت لخوا د اک??وب?? په 10 مه نېټه لمانځلې كېږي۔ دا ورځ په اولني ځل په كال 1992ﺀ كښې ګرده نړۍ كښې ولمانځلې شوه او له هغې وروسته هرکال په نړيواله كچه لمانځل كېږي۔ د دې ورځې لمانځلو اصلي هدف د ذهني روغتیا او ذهني فشار په اړه د پوهاوي لوړول دي. هر کال د دې ورځې لپاره ځانګړې موضوع غوره کیږي. روان كال د دې ورځې موضوع “ذهني روغتيا ټولو لپاره ٬ زياته سرمايه كاري ٬ زيات شتون ” ټاكل شوے۔ د دې ورځې په مناسبت به د هیواد په کوچني او لوی ښارونو كښې د بې??و دولتي او خصوصي ادارو او تنظيمونو لخوا ځانګړې پروګرامونه ، سیمینارونه او نورې غونډې كولې شي كومو كښې به چې د ذهني روغتيا په اهميت رڼا اچولې شي