اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په سي??ست كښې دوه نقطه نظر لرونكې موجود وي او دا پكار وي هم، خو بايد څوك په مخالفت كښې دومره لرې لاړ نشي چې ورسره ټول نظام وځپلے شي. د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل په اسمبلۍ كښې دې احتجاج ض??ور وكرے شي خو كه چرته تاسو پارلمان غېر فعاله كړې نو آيا دې سره به نظام قوي شي يا كمزورے ؟ . ده ووئيل جلسې جلوسونه كول ستاسو حق دے، دا ض??ور وكړې خو كه چرته تاسو ټول معيشت مفلوج كړې نو آيا دې سره به نظام قوي شي يا كمزورے؟. ده ووئيل نن د ټولې نړۍ څخه اشارې رامخې ته كېږي چې كورونا يو ځل بيا سر پورته كوي، په پاك??تا?? كښې هم د وائرس ځپليو شمېر مخ په زياتېدو ده كه په داسې حالاتو كښې تاسو داسې چارې روانې وساتې نو د دې زيان به ستاسو خپلو كارمندانو ته رسي?? عام وګړي ته به رسي ، ځكه بايد داسې حكمت عملي جوړه كړې شي چې د زيان وړ نه وي. ده ووئيل د ري??ست مخالفې بيانيې سره د دوي د ګوندونو زيات خلق هم دا ګڼي چې د ري??ست مخالفې بيانيې سره د هېواد خدمت نه كېږي. ده ووئيل ستاسو په نيت شك نه كوو خو د هغه قوتونو اله كار مه جوړېږئ كوم چې په افغان??تا?? كښې د امن هڅو او د كشمير په اړه زمونږ د بيانيې په لار كښې خنډان رامخې ته كول غواړي