اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ګوادر پورټ فري زون سيمه د افغانستان او بل??چستان ترمېنځه تجارت لپاره د كارولو ضرورت دے، د ګوادر بندر غوندې قومي پروژې په كاميابې سره ترسره كولو لپاره حكمت عملي او وژن ضروري وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د ګوادر دورې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع صدر ته د ګوادر ماسټر پلان او د ګودر بندر د پرمختيائي چارو په اړه بريفنګ وركړے شو. د ګوادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن نصير خان كاشاني او د ګوادر ډوېلپمنټ اتهارټې ډائرېكټر جنرل شاه زېب خان كاكړ صدر ته د ګوادر پورټ او سټي په ا??ه تفصيلي بريفنګ وركړو. په دې موقع صدر ??وئ??ل د ګوادر پورټ فري زون سيمه د افغانستان او بل??چستان ترمېنځه تجارت لپاره د كارولو ضرورت دے، په ګوادر پورټ دې د ټرافيك په تندې سره رواني باوري كړې شي. ده اړوند چارواكو ته ??وئ??ل د كار رفتار ګړندے كړئ او په دې لړ كښې خنډان د اړوندو ډلو سر?? په مشاورت لرې كړئ. صدر ??وئ??ل په ماضي كښې د ګوادر په پرمختګ كښې سستي شوې. ده ??وئ??ل ټولې پروژې په وخت ترسره ك??ئ. دغسې صدر ته ګوادر پورټ سره د 19 كلوميټره ايسټ بے اېكسپرېس وے په اړه هم بريفنګ وركړے شو. صدر په ګوادر كښې د چين جديد بزنس سنټر په جوړولو د چينائي حكومت ستائنه وكړه. د بريفنګ په مهال د بل??چستان د محصولات وزير سليم كهوسه، د بل??چستان د مذهبي چارو وزير لاله رشيد ، د صوبائي اسمبلۍ غړے نور محمد او نور هم موجود وو.