اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) وفاقی کابینې د کووډ۔19 ویکسین ا??ستلو، پریس کونسل آ?? پاکستان د غړو تعیناتی، كبانو نيولو څانګه كښې د برآمدات معیار ښه كولو له ا??سپکشن کمېټۍ جوړولو او پاکستان ایکسپو سنټرز پرائیویټ لمیټډ د بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن تعینات كولو منظوری وركړې ده۔ د وفاقی کابینې غونډه د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ وفاقی کابینې په غونډه كښې مچھ بلوچستان پېښه كښې د شهيد شويو خوارې كښو، اسلام آباد كښې د پولیس په ډزو په حق رسيدلې اسامه ستی او پاك پوځ شهيدانو لپاره د بخښنې دعا وكړې شوه۔ د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان کابینې ته د کورونا وبا پھ اوسني صورتحال بریفنګ وركړو۔ کابینې د پاکستان ایکسپوسینټرز پرائیویټ لمیټډ بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن تعینات كولو منظوری وركړه۔کابینې ټریډ آرګنائزیشنز ایکټ 2013 شق لمبر21 ترمخه په اپیلونو پريكړه وركولو لپاره د يوې خاص كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې ده، دا کمېټی به تر هغه وخت مجاز وي تر څو چې اړوند قانون كښې بدلون وكړې شي۔کابینې پرېس کونسل آ?? پاکستان ممبرز تعینات کولو منظوری وركړه۔ کابینې هېواد كښې د كبانو نيولو څانګې څخه برآمدات معیار ښه كولو په خاطر انسپکشن کمېټی جوړولو منظوري هم وركړه،دا کمېټی به هېواد كښې جوړ شوي فش پراسسنګ پلانټس انسپکشن فرائض ترسره كوي،په دې کمېټۍ كښې د سمندري چارو وزارت ، كامرس وزارت او پاکستان فشریز ایکسپورټرز ایسوسی اېشن نمائندګان شامل دي۔کابینې ډاکټر رانا عبدالجبار د چیف ایګزیکټو آفیسر په حېث، آلټرنیټ انرجی ډویلپمنټ بورډ استعفیٰ منظور کړه ا?? نوې سی ای او تعیناتۍ لپاره ئې سلیکشن کمېټی جوړولو منظوري وركړه، تر نوې تعیناتۍ به منیجنګ ډائریکټر پی پی آئی بی د دې ادارې نګرانی کوي۔کابینې د قانوني كيسونو کمېټۍ په 31 د??مب?? 2020ء شوي غونډه كښې د پريكړو توثیق هم وكړو۔ وفاقی کابینې د قامي روغتيا وفاقی وزارت له د کووډ۔19 ویکسین ا??ستلو منظوری هم وركړه۔