د سي ټي بي سي اېم د ډيزائن، اصولو او د عمل در??مد منصوبې منظوري
اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې پاور ډويژن كابينه كمېټۍ ته غور او جاج اخستو لپاره د مسابقتي تجارتي شريكې لوظنامې مارکيټ (سي ټي بي سي اېم) ډيزائن وړاندې كړے ??و۔ ډويژن كمېټي د خپل عملدرامد د منصوبو نه خبر هم كړه۔ پاور ډويژن كمېټۍ ته ووئيل په ورومبي پړاٶ كښې به ون مېګاٶاټ يا د دې نه د زيات بوجه مصرف كوٶنكي په مسابقتي مارکيټ كښې برخه اخلي٬ دا صارفين ?? برېښنا په مجموعي خرڅ كښې 16 فيصده نمائندګي ??ري چې ماركيټ مستحكم او پوخ شي نو په ماركيټ كښې به نور مصرف كوٶنكي شامل شي۔ کمېټي د سي ټي بي سي اېم د ډيزائن، اصولو او د عمل در??مد د منصوبې منظوري وركړه۔ ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران عمر ايوب خان، سېنېټر شبلي فراز ، شيخ رشېد احمد، د وزيراعظم صلاحكارو عبد الحفيظ شيخ ، نديم بابر او عبدالرزاق داؤد ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تجارت او سرمايه كارۍ وزارت او د بېلا بېلو ډويژونو عهدېدار هم موجود وو۔