اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د سيمه ايز تجارت ودې او ګوادر ??ندر ځائې سره به د ګلګت بلتستان په ??عي??ت مثبت اثر پريوځي، جي بي كښې د سېلګرۍ او ميملستياﺀ څانګې پرمختګ لپاره د سود نه غير قرض وركولو لپاره اقدامات روان دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلو غړو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د ِکشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن ګنډاپور، د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيکر سيد امجد علي زيدي او ډپټي سپيکر هم موجود وؤ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د ګلګت بلتستان قامي چوكاټ كښې شاملولو له ګامونه پورته كو??، ګلګت بلتستان يو ښكلې سيمه ده، د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات ته اړتيا ده۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې اوسنۍ ټاكنې په سپيځلې ډول شوي، ګلګت بلتستان كښې فور جي آسانۍ او انټرنيټ وركولو له به ډير زر فنډز وركړے شي۔ده ووئيل آن لائن تعليم ترلاسه كولو كښې ستونزو لري كولو له بنيادي انفراسټرکچر به ډير زر جوړ كړے شي۔ صدر ووئيل چين پاکستان معاشي راهداري سره به د ګلګت بلتستان ??عي??ت ته ګټه ورسي، سيمه ايز تجارت او ګوادر ??ندرځائې سره به د ګلګت بلتستان په ??عي??ت مثبت اثر پريوځي۔ده ووئيل په قراقرم هائي وے د كار استعداد زياتولو سره به تجارت ته وده ترلاسه شي،د نړيوال ??عي??ر له مخې د ميوو برآمدات زياتولو له فوډ پراسيسنګ كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ صدر ??ارف علوي ووئيل جي بي به به د معدنيات صلاحيت څخه ګټې لپاره جديد تګلاره خپلول وي، ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره به نېشنل بينك ډير زر د قرض وركړه پيل كړي او جي بي كښې د سېلګرۍ او ميلمستياﺀ څانګې پرمختګ لپاره به د سود نه غير قرض وركولو له ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل د تعليم څانګې پرمختګ سره به ګلګت بلتستان كښې سوكالي راشي۔ صدر ?? ګلګت بلتستان د روغتيا څانګې او تعليم مسئلې زر حل كولو لپاره باور وركړو۔ وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ووئيل جي بي كښې به د كال تر آخر په ډويژنل سطح الټراساؤنډ او د اېم آر آئي مشينونو وركول باوري شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان د تعليم، صحت ، زراعت او كبانو نيولو څانګې پرمختګ له اقدامات کوو۔ده ووئيل وفاقي حکومت به د ګلګت بلتستان مسئلو حل كولو له او پرمختګ لپاره بشپړه مرسته كوي