کولمبو۔23فروری(اے پی پی) سري لنكا ته سي پېك څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركوؤ۔ پاكستا?? او سري لنكا په ګډه د پرمختګ پړاؤنه ترسره كولې شي۔ پاكستا?? او سري لنكا د ترهګرۍ په شمول يو ډول چېنلجونه سره مخ دي۔ د سري لنكا ??زي??اعظم مهندا راجه پاكسے وئيلي دي سوئيلي آسيا كښې د تل پاتي پرمختګ لپاره كردار ترسره كولو له دواړه هېوادونه صلاح دي۔ د نهې په ورځ د ??زي??اعظم عمران خان د سري لنكا دورې په موقع ??زي??اعظم مهندا راجه پاكسے سره د ملاقات او بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له د تفاهم په يادښتونو د لاس ليك كې??و نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ??زي??اعظم عمران خان ووئيل د سری لنکن همڅنګ لخوا د دورې په بلنه او په زړه پورې مېلمستيا د هغه مننه كوم۔ هغه ووئيل ما د كركټ كېريئر پېل كولو په مهال د سري لنكا دوره كړې وه۔ پاكستان كښې د كركټ ورلډ كپ كښې د سري لنكا تاريخي كاميابي راته نن هم ياده ده۔ و??یر??عظم ووئيل دواړه هېوادونه يو ډول چېلنجز سره مخ دي۔ دواړه په ګډه د دې مقابله كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان لس كاله بدترينې ترهګرۍ سره مخ پاتې شوے ۔ په دغه مهال 70 زره قيمتي ځانونه ضائع شوي ۔ دغسې سري لنكا هم د څو لسيزو نه ترهګرۍ سره مخ پاتې شوے۔ هغه ووئيل سري لنكا د سېلګرۍ څانګې د لارې پرمختګ وكړو خو د ترهګرۍ او امن ناوړه وضعې د لاسه ئې سېلګرۍ وځپلې شوه۔ پاكستان كښې هم دا څانګه د ترهګرۍ د لاسه ځپلې شوې ۔ و??یر??عظم ووئيل پاكستان د چين صدر ون بېلټ پروګرام برخه دے او سری لنکا سباؤن كښې د سي پېك د لارې منځنۍ آسيا سره د تړون نه ګټه پورته كولې شي۔ و??یر??عظم ووئيل خپل سري لنكن همڅنګ سره د كورونا په صورتحال او د دغې په پرمختللو او پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په اغېز خبرې شوي۔ هغه ووئيل كورونا تر ټولو زياته بې وزله ځپلي دي٬ پاكستان د 8 اربه ډالره تاريخي پېكج وركړے۔ د دې په مقابل كښې امريكا 3 زره اربه ډالره پېكج وركړے ۔ كورونا وائرس د نړۍ دا فرق هم په ډاګه كړے۔