كراچې 13 مارچ (اے پی پی) وړومبې ??ېرمن ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې زمونږ د هېواد نيمه ابادي د مېرمنو ده، د پاكستان پرمختګ او يو مثالي رياست جوړولو لپاره به مېرمنو ته د دوي جائز حق??نه وركول وي، مېرمنې په قومي چوكاټ كښې د شاملولو نه بغېر د مثالي رياست خوب نه شي ترسره كېدے. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د آل پاكستان و??من?? اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې په پاكستان كښې د صنفي مساواتو صورتحال په موضوع جوړ شوي سېمينار ته د خاص مېلمنې په حېث په خپله وېنا كښې وكړې. دستورې ته د پاكستان سټېټ بانك ګورنر رضا باقر، د اپوا مشرې شرمېن اېچ هدايت الله هم وېنا وكړه. په دستوره كښې په لويه شمېره مېرمنو ګډون وكړو. د دستورې په پاې كښې د مېرمنو حقونو لپاره ځانګړي خدمات ترسره كوونكو مېرمنو ته اېوارډ??نه هم وركړے شول. وړومبې ??ېرمن بېګم ثمينه عارف علوي په خپله وېنا كښې ووئيل چې د پاكست??ن مېرمنو تل سړو سره په ګډه كار كړے. هغې ووئيل چې زمونږ د هېواد نيمه ابادي د مېرمنو ده، د پاكستان پرمختګ او يو مثالي رياست جوړولو لپاره به مېرمنو ته د دوي جائز حق??نه وركول وي، مېرمنې په قومي چوكاټ كښې د شاملولو نه بغېر د مثالي رياست خوب نه شي ترسره كېدے.