اسلام آباد 17 مارچ(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فو??د حسېن وئېلي دي د ا??وز??شن ټول سياست د هغوي په ضد د بدعنوانۍ كيسونو نه تاوېږي٬د دې نه علاوه د هغوي هېڅ سياست نشته٬ا??وز??شن غواړي چې د هغوي مشرانو ته د بدعنوانۍ كيسونو كښې رېليف وركړے شي٬بيا به هغو?? حكومت سره خبره كوي خو وزيراعظم په يو ډول بدعنوانه عناصرو ته كوم رعايت نه وركوي۔د نواز شريف سياست ختم شوے٬حكومت به هغه ضرور راولي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې هغه ووئيل دا وخت د هېواد په سياست كښې په ا??وز??شن ګوندونو كښې تر ټولو زياته برخه د پاكستان پيپلز پارټۍ ده كوم چې په سندھ كښې حكومت لري٬نواز شريف٬مريم نواز٬مولانا فضل الرحمان٬اويس نوراني او محمود خان اچكزئي د نظام نه بهر دي ځكه پيپلز پارټۍ نه د استعفٰی ګانو غوښتنه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب هغه ووئيل مريم نواز نادان سياست كوي٬د هغې نيا او مور په لندن كښې په حق رسېدلي۔كه څوك دا وائي چې لندن كښې به د مرګ نه خلاصے ومومي نو داسې نه ده۔د مرګ وخت مقرر دے٬مريم نواز زندان ته تلل غواړي او نه لوټ كړې شوے پيسې بېرته وركول٬هغه بهانې كوي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ د ا??وز??شن بدعنوانه لارښود په زندانونو كښې د اچولو شوق نه لرو يا دې لوټ كړی قامي پيسه بېرته وركړي او يا دې زندان تېر كړي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت غواړي چې ا??وز??شن په عدالتونو كښې خپلو كيسونو سره مخامخ شي٬پارليمنټ ته دې راشي د ا??وز??شن كردار دې ترسره كړي او اصلاحات لپاره دې حكومت سره مرسته وكړي۔