برلن 13اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهي په ورځ برلن كښې د پاكستاني سفارتخانې دوره كړې ۔ المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او د سفارتخانې عملے د خارجه وزير تود هركلے وكړو۔خارجه وزير د قونصلر سيكشن پشمول د سفارت خانې د بيلو څانګو دوره وكړه او پاكستانيانو له په وركړې كيدونكو آسانيو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔خارجه وزير و??ئي?? بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړي او د دوي مسئلي په ت??جيحي بنيادونو حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔شاه محمود قريشي و??ئي?? ميونخ كښې به ډير زر نوې قونصل خانه پرانستلې شي دغسې چې د المان سره دوه اړخيزه اقتصادي رابطي لا زياتي شي۔المان سره د دوه اړخيزه اقتصادي رابطو زياتولو پراخه موقعې شته۔ خارجه وزير المان كښې د مېشته پاكستانيانو په پخوانۍ غوښتنه سفارت كښې د پرانستلې شوي دفتر “عرض نويسي” پرانسته وكړي۔خارجه وزير سفارت كښې د جوړ شوي “فټ بال كارنر” پرانسته هم وكړه۔خارجه وزير و??ئي?? دا خبره د خوشحالۍ ده چې المان ته هر كال 5 كروړه فټبالونه د پاكستان څخه ??رآمد كيږي۔خارجه وزير و??ئي?? د معاشي سفارت كارۍ ښې نتيجي ترلا??ه كيږي۔المان سره د معاشي اړيكو نوے باب زياتول ،زمونږ د معاشي سفارتي مېشن مثبت ثمرات دي ۔خارجه وزير سفارت خانه كښې په اېښودلې شوي “وزټرز بك” كښې خپل تاثرات هم وليكل