اسلام آباد 11 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ” څوك چې اوږي اوده نه شي” پروګرام به په ټول هېواد كښې چلولې شي، شتمن خلق دې په دې پروګرام كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي، هر يو وګړي لپاره د روغتيا د انشورنس پروګرام د فخر وړ دے، د دې پروګرام په نتيجه كښې به اوس په كليوالو سيمو كښې هم په نجي څانګه كښې ښه روغتونونه جوړ شي. د اتوار په ورځ په لاهور، پېښور او فېصل آباد كښې ” څوك چې اوږې اوده نه شي” د پروګرام اجرا پھ موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظ?? ووئيل چې ډاكټر ثانيه نشتر ته په خاص توګه دې پروګرام ته په عملي شكل وركولو مباركي وړاندې كوم. هغې دې تصور ته د ټرك موبائل كچن تصور وركولو سره عملي كړے. وزيراعظ?? ووئيل چې كومې سيمې زياتې وروستو پاتې دي او غريب دي، هلته به د دې پروګرام له مخې دا موبائل ټرك خلقو ته ډوډې وركوي. وزيراعظ?? ووئيل چې په ابتدائي توګه په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې پائيلټ پروژه پېل كړې شوې وه، د دې په لار كښې چې كومې ??تو??زې وې، د هغو جاج اخستل شوې او د دې نه پس په لاهور، پېښور او فېصل آباد كښې دا پروګرام پېل كولې شي. وزيراعظ?? ووئيل چې د دې پروګرام دائره كار به ټول پاكستان ته رسولې شي. غريب او وروستو پاتې سيمو ??ه به دا ټركونه لېږلې شي. وزيراعظ?? ووئيل چې غريب او مستحق خلقو ته د كور په درشل ډوډې وركړې شي، دې سره به په هېواد كښې بركت راشي. وزيراعظ?? ووئيل چې د مدينې په رياست كښې د قانون حكمراني وه، انصاف سره سره د كمزور او غريب طبقې ذمه واري واخستل شوه او د دې په بركت په لنډه موده كښې دې خلقو د نړۍ امامت سنبال كړو. وزيراعظ?? ووئيل چې اوسنې حكومت د قانون د بالادستۍ تاريخي جنګ كوي.