اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی)پاکستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئيلي دي پېښور كښې جوړ كړې شوې چينائي كلتوري او اطلاعاتي مركز چائنا و??ډو صوبه كښې د چين كلتور معارفي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې د خذماتو اعتراف كولو سره به دې سره مرسته روانه ساتلې شي۔ هيله ده چې چائنا و??ډو به سباؤن كښې هم د دواړو هېوادونو اولس او د بېلو مكتب فكر خلق يو بل ته نزدې كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل د پاك چائنه سفارتي اړيكو په 70 كالو ترسره كېدو چائنا و??ډو كښې د خصوصي دستورې په كولو مونږ د چائنا و??ډو مننه كوؤ۔ هغه پیښور كښې د چين كلتوري او اطلاعاتي مركز چائنا و??ډو دورې په مه??ل ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې موقعه چينائي سفارتكار ٬ د خېبر پختونخوا سرمایه کارۍ بورډ چیف اېګزېکټو آفیسر حسان داؤد بټ، د چائنا و??ډو اېډ منسټرېټر امجد عزیز ملک او نور مهم شخصيات هم موجود وو۔ د چين سفير د چائنه و??ډو بېلو ګېلرو دوره وكړه۔ هغه د وېب سائټ پرانسته وكړه۔ پاك چائنه فرېنډ شپ وال ئې لاس ليك كړو او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ نونګ رونګ د انتظامي?? د ??څو ستائنه كولو سره ووئيل د اولسي كچې رابطو د لار?? د ??اكستان او چين اولس يو بل ته لا نزدې كېدې شي۔ هغه ووئيل رشکئی صنعتی زون د سی پېک يوه مهمه منصوبه ده او چين به د دې زون پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل په اورنج لائن، ګوادر پورټ او نورو منصوبو كښې هم چين مرسته كوي۔