اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن په ځائې كولو سره به منطقه كښې رابطو ته وده ترلاسه او بياوداني او پرمختګ ممكن شي۔مونږ په افغان مشرتابه كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ مذاكرات د لارې د افغان مس??لې تل پاتې او سياسي حل غواړؤ۔ دا خبرې هغه د زيارت په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د المان خارجه وزير هائیکو ماس سره ملاقات كښی وكړې۔ دې نه وړاندې د المان خارجه وزير د پاكستان په سركاري دوره د زيارت په ورځ اسلام آباد ته راورسېد۔ خارجه وزارت ته په راتلو خارجه وزير شاه محمود قرېشي ګران مېلما ته هركلے ووے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه ملاقات كښې په كورونا وبائي چېلنج ٬ دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په صو??تحال ٬ افغان امن عمل او د شريكې خوښې په چارو د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔ د المان خارجه وزير افغانستان ته تللو نه وړاندې د پاكستان نكته نظر نه خبرېدل ضروري وګڼل۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د امريكائي صدر جوبائيډن انتظاميې لخوا افغانستان نه د پوځ ويستلو اعلان نه وروسته په رامخې ته شوي ص??رتحال تفصيلي خبرې وكړې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان يو سولييز او مستحكم افغانستان غواړي۔ افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو سره به منطقه كښې رابطو ته وده ترلاسه او بيا وداني او پرمختګ ممكن شي۔ هغه ووئيل مونږ په افغان مشرتابه كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ مذاكرات د لارې د افغان مس??لې تل پاتې او سياسي حل غواړؤ۔ پاکستان به د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائ كولو له د مصلحت خپلې ټولې هڅې روانې ساتي۔ خارجه وزير د كورونا وبائي ص??رتحال په مهال د خ??ل الماني هڅنګ د پاكستان دوره وستائله۔ خارجه وزير پاكستان ته د كورونا وېكسين نورو خوراكونو په رالېږلو د المان خارجه وزير مننه وكړه۔