اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وف??قي وزير شوكت ترين په مشرې كښې د اوورسيز انوېسټمنټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري او د پاكستان ??زنس كونسل شريكه غونډه د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې وشوه. د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد او د خزانې خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود هم ګډون وكړو. په دې موقع په خپله وېنا كښې د خزانې وف??قي وزير شوكت ترين ووئيل حكومت كاروباري طب??ې ته مراعات وركولو لپاره پوخ عزم لري چې دغسې په سباٶن كښې كاروباري ماحول ښه پرمختګ وكړي. ده ووئيل زمونږ مقصد پائيدار اقتصادي پرمختګ دے چې ورسره به په صنعتونو كښې زياتوالے را??ي، د روزګار نوې موقعې به راپېدا شي او د درامدات په بدل كښې به برآمدي معيشت وده وكړي