اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې د قامي ??رم??تګ په لويو هلو ځلو كښې د همت لرونكو خواري كښو كردار بنيادي اهميت لري٬پاكستان په هغه زرينو اصولو عمل كوي چې پكښې د مزدورانو د حقونو وركړه او تحفظ د رياست آئين باوري كوي۔د خواري كښو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د خواري كښو نړيواله ??رځ د مئي په وړومبي نېټه د خواري كښو د حقونو تحفظ د علامت په توګه لمانځلې شي۔په دې ??رځ د هغه لوظ پ??لې كېږي چې خواري كښ به قامي ??رم??تګ او خوشحالۍ لپاره خپلې ذمه وارۍ پھ نيك نيتۍ ايماندارۍ ترسره كوي۔ده ووئيل په رياست كښې به په هره كچه د خواري كښ حقونه باوري كولې شي۔په پاكستان كښې به ډېر زر د مزدور كلاس معيار بهتر شي او دې لپاره د يو مستقل تګلارې د خپلولو ضرورت دې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هنر مندو او غېر هنرمندو د لږې نه لږه معاوضه زياتولو سره د خواري كښو معيار ښه كېدې شي او په دې لړ كښې حكومت بېل ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل حكومت د ګران هېواد ??رم??تګ او استحكام لپاره په هېواد كښې دننه د خواري كښو سره سره بهر هېوادونو كښې كار كونكو خپلو وطن والو لپاره هم د خېرښېګړی ګامونه پورته كوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د مئي وړومبۍ نېټه د مزدورانو سره د يو والي د څرګندونې ??رځ ده۔