اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ريښتيا وئيل د تاريخ تر ټولو ګران كار دے۔ ګرده نړۍ كښې خبريالانو سر تلي كښې اېښودلو سره د ريښتيا وئيلو فرض ترسره كړے دے۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ??غه ووئيل د آزادي صح??فت نړيوالې ورځې په مهال ??غه خبريالانو ته د عقيدت پېرزويني وړاندې كوم كومو چې د خپل فرض په ترسره كولو كښې خپلو سرونو نه تېر شوي دي۔ ريښتيا وئيل د تاريخ تر ټولو ګران كار دے۔ ګرده نړۍ كښې خبريالانو سر تلي كښې اېښودلو سره د ريښتيا وئيلو فرض ترسره كړې۔ په مقبوضه کشمیر، فلسطین او نورو سيمو كښې خبريالان د ريښتيا ليكلو د لاسه روزانه ستونزو سره مخ كېږي۔ ??غه ووئيل حكومت آزاد او ذمه واره صح??فت ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د روان كال په مهال به خبريالانو او په خاص توګه زلمو خبريالانو له نوې منصوبې راوړؤ او نوې ميډيا ټېكنالوجيز معارفي كول هم زمونږ ايجنډا ده۔