اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي د مودي حكومت د كشميريانو د آزادې هڅې تر پښو لاندې كولو لپاره هره لار خپلوي ، خو كشميريانو نه كله سر ټيټ كړے او نه كله خرڅ شوي ، پاكستان د الله تعالٰی نعمت دے، د كشمير پارلماني كمېټي به د كشمير شخړه په هر يو ف??رم پورته كوي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په فېصل مسجد كښې د نامتو كشميري حريت لارښود اشرف صحرا??ي د جنازې غائبانه مونځ ادا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. شهريار آفريدي ووئيل اشرف صحرائي يو داسې مرد مجاهد مومن ؤ چې په شهادت ئې هر يو مسلمان فخر كوي. هغه د خپل شهيد زوي مړے د هند څخه ترلاسه كولو لپاره درخواست هم نه دے كړے. 78 كلن لارښود د باطل په وړاندې سرټيټ نه كړو او يو تاريخ ئې رقم كړو. مونږ د هغه استقامت ته سلام كوو او د هغه د جنازې غائبانه مونځ به په ټول پاكستان كښې ادا كولے شي. ده ووئيل د كشمير پارلماني كمېټي به د كشمير شخړه هر يو ف??رم ته رسوي. د دې څخه وړاندې په فېصل مسجد كښې د اشرف صحرا??ي د جنازې غائبانه مونځ ادا كړے شو چې پكښې په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو. د جنازې د مونځ امامت حريت لارښود غلام محمد صفي وكړو.