اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې رياست د قانون په سرلوړۍ او د انسانيت خېرښګړې په بنياد جوړ شوے، مسلمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے كامياب شوي، كومو هېوادونو چې په دې اصولو عمل كړے ترقي ئې كړې، كوم قامونه چې د قانون په سرلوړۍ عمل نه كوي تباه شي، اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدېنې رياست په بنيادي اصولو عمل كولو سره خپل د لاسه وركړے مقام ترلاسه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت محمدﷺ په سيرت مبارک كښ?? د تهذيبي اقدار?? په سرخط نړيوال كنفرنس ته ورچوئل وېنا كښ?? وكړه۔ د نړيوال كنفرنس تابيا رباط اسلامك ورلډ اېجوکيشنل، سائنټيفك اينډ کلچرل آرگنائزېشن كړے۔ وزيراعظم ووېيل حضرت محمد ﷺ د مدينې رياست په بنياد د نړۍ عظيم ترين تهذيب جوړ كړے د كوم چې دوه اصول د قانون سرلوړي او فلاحي رياست وٶ، زمونږ پيغمبرﷺ فرمائيلي كه زما لور هم جرم وكړي نو سزا س??ه به مخ كېږي، دوېم ئې فرمائيلي چې تاسو نه وړاندې يو شمېر قامونه ځكه تباه شوي وٶ چې هغوي طاقتور او كمزور له جلا قوانين جوړ كړې وو۔ وزيراعظم ووئيل په كومو قامونو كښ?? چې د قانون حكمراني نه وي هلته د ځنګل قانون وي نو ھغوي زر يا ورستو تباه شي او عظيم قامونه د انصاف په اصولو عمل كوي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ پيغمبرﷺ د انسانيت په تاريخ كښ?? فلاحي رياست جوړ كړے ا?? په وړومبي ځل رياست د بې وسو٬ يتيمانانو٬ كنډو رنډو او د بې وسه طبقې ذمه واري قبوله كړې۔ده ووئېل د پنشن نظام هم زمونږ دوېم خليفه حضرت عمر (رض( په دور كښ?? پېل شوے ٶ او رياست د سپين ږيرو د مرستې ذمه واري اخستې٬ ھغه يو مثالي رياست ٶ٬ وړومبے په دې رياست كښ?? د كمزورې طبقې خيال ساتلے شوے او نور طاقتور ئې د قانون تابع كړي، نن هم په دې عظيم اصولو عمل كوٶنكي ټ??لن?? سوكاله دي او داسې ټ??لن?? چې د قانون حكمراني پكښې نه وي او د كمزور طبقو خيال نه ساتي ھغوي د تاريخ برخه جوړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ رامخې ته شوے قوت چين په 30 كالو كښ?? 70 كروړه نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړي ا?? په وزارتي كچه 400 عهدېدار ئې په بدعنوانۍ كښ?? زندان ته اچولي ۔ وزيراعظم ووئيل كه مونږ په تاريخ نظر واچوٶ ن?? په انساني تاريخ كښ?? د دولس كال?? په لږه موده كښ?? د روم او فارس سلطنت ھغه عظيم انقلاب ختم كړي ځكه چې د مدينې په رياست كښ?? په مېرټ عملدرامد كېدو او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ كېدلو۔ ده ووئيل د قانون حكمراني او د فلاحي رياست ځالانده اصول د عظيم تهذيب ا?? په رياست جوړولو كښ?? فرق واضح كوي۔ ده ووئيل زه اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدينې په دغه دوه بنيادي اصول عمل كولو سره خپل د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړي،د نيمې وچې عظيم شاعر علامه اقبال هم وئيلي وٶ چې ملسمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے بريالي شوي۔