اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي) قانون او انصاف لپاره پارلماني سېكرټري مليکه بخاري وئيلي دي د پي ډي اېم نه پس په ??سلم ليګ (ن) كښې زړه بداوے راغلے، شاهد خاقان د شهباز شريف په ضد بيان وركړے او ب??ا انكاري شوے٬ ادارې متنازعه جوړونكې اوس د روغې جوړې خبرې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د مريم نواز ميډيا سره د خبرو په غبرګون كښې كړې۔ پارلماني سېكرټري ووئيل د پي ډي اېم نه پس په ??سلم ليګ (ن) كښې زړه بداوے راپېدا شوے ، شاهد خاقان د شهباز شريف په ضد بيان وركړے او ب??ا انكاري شوے ۔دې ووئېل په ??ال 2018 ټولټاكنو او دګلګت بلتستان په انتخابات كښې د اولس لخوا ماتي سره مخ به په ??شمير كښې هم ماتي سره مخ كېږي۔ دې ووئيل په ??شمير كښې به هم عمران خان ټاكڼې ګتي٬ مودي خپل كور ته رابلونكي٬ ګلابي پګړۍ ورپه سر كوٶنكي به په ??وم مخ كشميريانو سره مخا مخ كېږي٬ نوازشريف يو ځل هم د كلبهوشن نامه نه ده اخ??تې٬ ھغه خلق نن مونږ ته د مودي په ضد پېغورونه راكوي۔ مليکه بخاري ووئيل چا چې په څلورو كالو كښې خپل خارجه وزير تعينات نه كړے شو ھغوي په ????مه خله د خارجه پاليسۍ خبرې كوي٬ د نواز شريف خارجه پاليسي دا وه چې خارجه وزارت ته نه وه معل??مه چې ھغه ك??مه پاليسي چلوي٬د نواز شريف خارجه پاليسي دا وه چې د ھغه هندي كاروباري ملګري به غلې راتلل او په ډيل كولو به بېرته تلل۔ دې ووئيل په ??سلم ليګ(ن) كښې مريم نواز او شهباز شريف دواړه وزيراعظم جوړېدل غواړي٬ خو اولس ټول جماعت مسترد كړے۔ دې ووئيل د مريم نواز دمقاٶمت بيانيه اوس په روغه جوړه بدله شوې٬ اولس هم دوي پېژندلي٬ ټول مقصد ئې د اقتدار جنګ دے۔ دې ووئيل په ??سلم ليګ(ن) كښې اوس د شهباز شريف او مريم نواز ګروپونهجوړ دي، تره او ورېره دواړه خپل مقاصد ترلاسه كولو لپاره جنګ كوي۔