ګوادر۔06 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقادامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي نارت فري ??ون د ګوادر اولني ??ون نه 35 چنده لوئې دے۔ په دې كښې تر يو ارب ډالرو د چين سرمايه كاري امكان لري ۔ پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د 1200 اربه روپو منصوبې شاملې كرې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ګوادار كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل ګوادر كښې شوې دستوره كښې د ګډون كوؤنكو سرمايه كارو لخوا وئيلي شوي چې انډسټريل ??ون كښې د يو ارب ډالرو نه د زياتې سرمايه كارۍ منصوبه لرو ۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان نومبر 2020 كښې سوئيلي پنجاب لپاره تاريخي پېكج ??علان كړے ؤ او د ګوادر دورې په موقع ئې په پېكج ?? پېشرفت جاج اخستے دے۔ اسد عمر ووئيل وفاقي حكومت د 600 اربه نه د زياتو روپو 53 منصوبې په روان كال پرمختيائي پروګرام كښې شاملې كړي۔ هغه ووئيل ځوانانو ته د حكومت لخوا د انټرنېټ نوې آسانۍ وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د وفاقي حكومت سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) كښې بلوچستان لپاره د 1200 اربه روپو منصوبې شاملې دي۔ هغه ووئيل په بلوچستان كښې په دې كچه پرمختيائي كار د پاكستان په تاريخ كښې كله نه دے شوے۔ هغه ووئيل وفاقي حكومت صوبه كښی پرمختيائي كار د بلوچستان حكومت په همكارۍ سره كوي او و??يراعلی جام كمال د صوبې پرمختګ لپاره هڅې كوي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د چين او پاكستان دريځ يو دے چې كه هر څوك ګوادر كښې د سي پېك منصوبو كښې سرمايه كاري كولو له راشي ورته به هركلے وئيلے شي۔ هغه ووئيل د شي جن پنګ روډ اېنډ بېلټ اېنېشیټو منصوبه د نړيوالې رابطې لپاره ده او په دې كښې كوم تفريق نشته۔ چين نه يوازې خپلې بلكې ?? پاتې ن??ۍ پرمختګ هم غواړي او نه يوازې خپل اولس بلكې ?? ګردې سيمې اولس بې وزلۍ څخه ويستل غواړي۔