اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د کشمير په ا??ه د غدارۍ فتوې مه وركوې ٬ څوك د مور زوې د كشمير يو انچ هم نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دے چې ھغوي ته په انصاف اډانه حكومت وركړے شي، مونږ په دې لړ كښې وژن لرو٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت كه په كشمېر كښې جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو سره سره د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔ ده د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ ن غړي انجينئر خرم دستګير د اعتراض د نكتې ځواب وركولو۔ د دې نه وړاندې انجينئر خرم دستګير ووئيل د جولائ?? 13مه نيټه د كشمير د شهيدانو ورځ ده٬ په دا ورځ كشميريانو خپل حق لپاره غږ پورته كړے او دو?? شهيدان كړې شوي۔ده ووئېل د لكهونو په شمېر كشميريان شهيدان شوي او د زرګونو په شمېر د مېرمنو سپكاوے شوے ٬ مقبوضه کشمير كښې د بې دركه كسانو اجتماعي قبرونه موندلې شوې۔ ده ووئيل په 25م جولائي كېدونكې ټاكنې سپېځلې او پاكې كولو سره دې هند ته دا باور وركړے شي چې مونږ پاكستان سره پاتې كېدونكو كشميريانو ته بشپړه جمهوري حقونه وركړي۔ ده ووئيل په 25 جولائي په آزاد کشمير كښې پاكې او سپېځلې او د لاس وهنې نه پاكو انتخاباتو كولو دې په سنجيدګۍ سره مظاهره وكړې شي۔ د دې په ځواب كښې علي محمد خان ووئېل د کشمير اليکشن مونږ ټولو لپاره مهم دے٬ هلته د بريا او بېلات نه زياته مهمه خبره دا ده چې مونږ له ثابت كول دي چې د لائن آف كنټرول بلې غاړې ته چې كوم جبر او ظلم كېږي زمونږ اړخ ته د ھغې په مقابل كښې دو??ره انصاف او جمهوريت رائج دے۔ ده ووئيل د بېلا بېلو ګوندونو سياسي مشران كشمير ته روان دي٬ مونږ ته درس راكوٶنكي ??اي?? دا سوچ وكړي چې د ښه عمل پېل د خپل كور نه پكار دے۔ ده ووئيل د کشمير په ا??ه د غدارۍ فتوې مه وركوې٬ يو د مور زوې هم د كشمير يو انچ نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دې چې ھغوي ته په انصاف اډانه حكومت وركړے شي۔ده ووئېل مونږ په دې لړ كښې وژن لرو٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت كه په كشمېر كښې جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو سره سره د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔