اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د كشمير د آزادې ورځ لرې نه ده، مون?? به دا ورځ ضرور وينو، د هند غېر قانوني قبضې په ضد د كشميريانو هڅې منصفانه او بې لوثه دي. د نهې په ورځ د كشمير د شهيدانو ورځې په موقع په ټويټر خپل پېغام كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د كشمير د شهيدانو په ورځ خپلو كشميريانو وروڼو او خوېندو ته سلام كوم، د كال 1931م د جولائي د 13مې نېټې ?? شهيدانو روح د دوي ځاے ناستو ژوندے سات??ے كوم چې د نړيوالې ټولنې لخوا د تسليم كړي د خپلواكې حق غوښتنه كوي. د?? ووئيل آزادۍ لپاره د مېړنو كشميريانو هلې ځلې اوس هم روانې دي. د هند د غېر قانوني قبضې په ضد د كشميري اولس جنګ منصفانه او بې لوثه دے. د?? ووئيل پاكستان به ??ر آزادۍ د كشميريانو سفارتي، سياسي او قانوني مرسته روانه ساتي . د آزادې ورځ لرې نه ده، ان شاء اللہ مون?? به ئې ضرور وينو.