پینډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د تاجكستان د دفاع وزير كرنل جنرل شېر علي مرزو جي اېچ كيو كښې ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ٬ په مجموعي سيمه ايز صورتحال او په افغانستان كښې په اوسني پېشرفت او په خاص توګه د پاك افغان پولې صورتحال او دوه اړخيزه دفاعي مرستې ته د ودې وركولو په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل پاكستان تاجكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګ??ي۔??رلښكر د تاجكستان د سيمه ايزې رابطه كارۍ هڅې او په خاص توګه د پاكستان د لارې د دې د ترلاسه كولو رجحان وستائېلو۔د تاجكستان دفاع وزير سيمه ايز امن او استحكام٬افغانستان امن عمل لپاره د پاكستان مثبت كردار وستائېلو او د دواړو هېوادونو ترمينځه ښو اړيكو ل??اره كار روان ساتلو ل??اره ئې د خپل لوظ پخلے وكړو